روژه او همدردي؛ کابل کې ۵۰ اړمنې کورنۍ له خوراکي او غیرخوراکي مرستې برخمنې شوې
يکشنبه، ۵ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په مرکزي دفتر کې پر ۵۰ اړمنو کورنیو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته، چې د سېلاب خیریه بنسټ له خوا چمتو شوې وه، له مخې یې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۴ کیلو بوره، ۱ کیلو چای، ۴۰ کلچې د کالیو مینځلو صابون، د ښځو او ماشومانو البسه او نور اړین توکي ورکړل شول.
دغه مرسته د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره ترسره شوه.
