پکتيا کې د بې سرپرستو کورنيو لپاره د افغاني سرې مياشتې مرستون پرانيستل شو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۵
pkt

پنجشنبه، ۲۴ شعبان ۱۴۴۷
پکتيا ولايت کې د سويل ختيځ زون په کچه د افغاني سرې مياشتې له لوري د بې سرپرستو او اړمنو کورنيو د پالنې او ساتنې په موخه نوی جوړ شوی مرستون رسماً پرانيستل شو.
ياد مرستون د افغاني سرې مياشتې د عمومي رئيس شيخ الحديث شهاب‌الدين دلاور او د پکتيا ولايت د مرستيال والي شيخ الحديث انعام‌ الله صلاح‌ الدين په حضور کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پرانيستې په مراسمو کې د افغاني سرې مياشتې عمومي رئيس وويل: ددې مرستون پرانيستل د سويل ختيځ زون د بې سرپرستو او بېوزلو کورنيو د ملاتړ په لړ کې يو مهم او بنسټيز ګام دی. 
نوموړي زياته کړه، چې د بې سرپرستو کورنيو پالنه يوازې يو اداري مکلفيت نه، بلکې يو انساني او اسلامي مسئوليت دی، چې د الله تعالی له لوري د لوی اجر سبب هم ګرځي. هغه وويل، دا د شکر ځای دی چې نن ورځ يوه بله زمينه برابره شوه، څو يو شمېر اړمنې کورنۍ په مناسب، خوندي، با عزته او هوسا چاپېريال کې ژوند وکړي او د هغوی اساسي اړتياوو ته رسېدنه وشي.
ورپسې د پکتيا مرستيال والي هم خبرې وکړې، د افغاني سرې مياشتې فعاليتونه يې وستايل او د مرستون پرانيستل يې د بې سرپرستو کورنيو د پالنې او ملاتړ لپاره مهم او ارزښتناک ياد کړ.
د يادونې وړ ده، چې افغاني سره مياشت اوسمهال د پکتيا په شمول کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، پروان او کندز ولايتونو کې فعال مرستونونه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS