د راستنو شوو کډوالو د کاري ملاتړ لپاره؛ افغاني سرې میاشتې پر ۴۰ کورنیو د ۱.۴ ميليونه افغانیو په ارزښت توکي ووېشل

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۶:۶
kabull

دوشنبه، ۲۱ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند مرکزي مرستون کې د دې ادارې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په شتون کې ۴۰ راستنو شوو کورنیو ته د ۱.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر وسايل ووېشل شول.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي مرستیال هېواد ته د راستنو شوو کورنیو په راتګ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې راستانه شوي هېوادوال د خپلو حرفوي مهارتونو او کاري تجربو پر مټ نه یوازې د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو توان لري، بلکې کولی شي د هېواد د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ په برخه کې هم پراخه او اغېزمنه ونډه واخلي.
نوموړي د هانګ کانګ هېواد له لوري د چمتو شوې مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا ډول مرستې د اړمنو او راستنو شوو هېوادوالو لپاره خورا ارزښتناکې دي او د دې مرستو په ترلاسه کولو سره به د هغوی ورځنۍ اړتیاوې پوره شي.
په نننۍ مرسته کې هرې راستنې شوې کورنۍ ته د کاري زمينې د برابرولو او د عاید لاسته راوړلو په موخه د ٣۵ زره افغانيو په ارزښت د دوى کاري وړتياوو ( کسبونو)  ته په کتو د خياطۍ، ګلدوزۍ، مستري توب، چرګانو د ساتنې، موبايل جوړونې، خوراکه فروشۍ او ځينو نورو مسلکونو اړوند د اړتيا وړ توکي ورکړل شول.
د راستنو شوو هېوادوالو خدمت، لاسنیوی او د هغوی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کول د افغاني سرې میاشتې له لومړیتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۹:۴۲
Background image

پکتیا کې ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د لنډمهالې سرپناه په موخه خېمې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې له ۱۸ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د خېمو مرسته وکړه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د لنډمهالې سرپناه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۳۴
Background image

میدان وردګ؛ د ورښتونو له امله ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۹ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سختو ورښتونو له امله له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۸:۳۵
Background image

پروان؛ څه باندې ۳ زره ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

دوشنبه، ١٩ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢٠٤١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS