د واورې ورښت؛ پروان کې زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۵۲
pr

پنجشنبه، ۱۰ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالۍ په یخدرې سیمه کې د واورې د ورښت له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۴ قلمه غیر خوراکي مرسته وکړه، چې په کې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۱ ترپال او ۱ د پخلنځي د توکو سیټ شامل و.
دغه مرسته له یادې زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو د بېړني لاسنیوي او پر وخت د رسېدنې په موخه، تل هڅه کوي څو د بشري مرستو له لارې د هغوی بېړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۶:۳
Background image

پنجشېر کې پر ۳۰۰ اړمنو کورنیو د روژې په مناسبت خُرما ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري پنجشېر ولایت کې پر ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۲.۴ ټنه خُرما ووېشل شوه.
دغه مرسته چې د روژې په مناسبت ترسره شوه، موخه یې په دې مبارکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د روژې په مناسبت؛ کاپیسا کې ۵۰۰ راستنې شوې کورنۍ له ۴۰ ټنه خوراکي مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۱۲ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې کاپیسا ولایت کې له ګاونډیو هېواد څخه پر راستنو شوو ۵۰۰ کورنیو ۴۰ ټنه خوراکي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸۰ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۹:۵۹
Background image

د افغاني_سرې_میاشتې ۹۲ يمه ګڼه مجله خپره شوه

د افغاني سرې میاشتې درې‌ مياشتنۍ #مجله، چې ددې ادارې د فعالیتونو، عامه پوهاوي او اړوندو معلوماتي مطالبو لنډ او منظمې برخې پکې ځای پر ځای شوي، تازه له چاپه راووته.
لوستونکي کولای شي، دا. . .

BACK TO NEWS