د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ډنمارک سره صلیب او کډوالو نړیوالې ادارې له مسؤولینو سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۷:۴۸
as

یکشنبه، ۷ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د ډنمارک سره صلیب له مسؤول ښاغلي محمد الشمع او د کډوالو د نړیوالې ادارې له مرستیال ښاغلي توماس سره د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې برخه کې د همکاريو د پراختیا په موخه درې اړخیزه ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یادو بنسټونو استازو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو بشري خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د تېرو ناخوالو او ناورینونو له امله ډېری شمېر هېوادوال په رواني ناروغیو اخته شوي، چې پراخ لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري، نوموړي رواني ناروغانو ته د لا ښو او پراخو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې مهمې یادې کړې او له یادو مسؤولینو څخه یې د هغوی د ملاتړ په موخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوالې ادارې مرستیال په خپلو خبرو کې د سرې میاشتې پر فعالیتونو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې خپلو امکاناتو ته په کتو به له افغاني سرې میاشتې سره د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې برخه کې لازمې مرستې وکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۸:۳
Background image

ننګرهار؛ ۶۷۵ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۷ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت، د مرکز جلال‌اباد ښار د بېلابېلو سیمو پر هغو ۶۷۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو روغتیایي بستې ووېشل شوې، چې په وروستیو کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۷:۴۸
Background image

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ډنمارک سره صلیب او کډوالو نړیوالې ادارې له مسؤولینو سره وکتل

یکشنبه، ۷ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د ډنمارک سره صلیب له مسؤول ښاغلي محمد الشمع او د کډوالو د نړیوالې ادارې له مرستیال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۵:۱۷
Background image

هرات؛ د روغتیايي بستونو لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

يکشنبه، ٧ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د هرات، نيمروز او فراه ولايتونو د ګرځنده روغتيايي ټيمونو لپاره له فارمسستانو او د هرات بنسټيز روغتيايي کلينيک د ښځينه ډاکټرې د بست لپاره په. . .

BACK TO NEWS