د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ لوګر کې پر ۱۳۰۰ کډوالو کورنیو څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۸:۱
د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ لوګر کې پر ۱۳۰۰ کډوالو کورنیو څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور لوګر ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د مرکز پل علم په ګډون د محمد آغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو پر ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو دوه ويشت میلیونه او سل زره (۲۲،۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې هرې کورنۍ ۱۷ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور وویل: افغاني سره میاشت د خپلو بشرپالو خدمتونو له لارې هڅه کوي، څو راستنو شوو کډوالو ته پراخ، اغېزمن او دوامداره خدمتونه وړاندې کړي او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ژوند د بېرته عادي کېدو په برخه کې هم مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه: "هغه کورنۍ چې تازه له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستنېږي؛ افغاني سره میاشت د هغوی لپاره هم د ورته اساسي او بشري مرستو د برابرولو چمتووالی لري".
په پای کې ښاغلي دلاور پر خیریه او مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او ملاتړ په برخه کې خپله انساني وجیبه په بشپړ ډول اداء کړي.
دغه مرسته به د یادو کورنیو ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره او اساسي ستونزې را کمې کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم پر یادو کورنیو ۱۹.۵ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۷:۱۷
Background image

افغاني سرې میاشتې هرات کې پر سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ د اِرخ په کلي کې پر ۲ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۷:۱۴
Background image

د کابل ښار په دشتې برچي سیمه کې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار په دشتې برچي سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د تېرې شپې زلزلې پر مهال یې ۳ تنو غړو څاه ته د لوېدلو له امله ژوند له لاسه ورکړی و،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۶:۲۴
Background image

عمومي رئیس د افغاني سرې میاشتې د سپورتي لوبډلو لوبغاړي وهڅول او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د مقام سلاکارانو په حضور کې د دې. . .

BACK TO NEWS