بلخ کې د افغاني سرې میاشتې پراخ روغتیايي حضور؛ زرګونو ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې شول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۹:۴۰
بلخ کې د افغاني سرې میاشتې پراخ روغتیايي حضور؛ زرګونو ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې شول

دو شنبه، ٢٤ جمادى الآخره ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په موده کې پراخ او دوامدار روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغو خدمتونو په ترڅ کې ۷۲۸۳ تنه ناروغان د معاینې او درملو د ورکړې، د ټپونو د پانسمان، د واکسینونو د تطبیق، د خوارځواکۍ د تشخیص او مخنیوي، د امیندوارۍ له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو، او د کورني پلان د تنظیم له خدمتونو څخه برخمن شوي دي.
سربېره پر دې، د افغاني سرې میاشتې روغتیايي ټیمونو ۲۰۹۹۸ تنو ته د ناروغیو د مخنیوي، د مور او ماشوم د روغتیا، تغذیې، او د سالم ژوند د تګلارو په برخه کې لازمې روغتیايي مشورې وړاندې کړې دي.
د دغو فعالیتونو موخه د لومړنیو روغتیايي خدمتونو پراخول، د ناروغیو مخنیوی او په ځانګړي ډول په لرې پرتو او اړمنو سیمو کې د خلکو د روغتیا ښه والی دی.
دا خدمتونه په داسې شرایطو کې وړاندې کېږي، چې ګڼې کلیوالې سیمې له روغتیايي اسانتیاوو بې‌برخې دي، او د افغاني سرې میاشتې دا هڅې د زرګونو کورنیو لپاره د باور او هیله‌مندۍ سبب ګرځېدلې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS