په درې ورځو کې په کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۱۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۵ - ۲۱:۲۱
په درې ورځو کې په کندهار کې د سرې میاشتې له لوري له ۱۵۰۰ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې!

د کندهار ولایت د ښار په نهمه ناحیه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په تېرو درې ورځو کې له ۱۵۰۰ وچکالۍ ځپلو، جنګ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د سرې میاشتې له لوري د جنوب زون د رییس ښاغلي اختر محمد خادم او د کندهار د نمایندګۍ د رییس ښاغلي فیض الله فیضي په شتون کې د خوراکي توکو مرسته وشوه. ټاکل شوې ده، چې په روانو څو ورځو کې به په کندهار ولایت کې ۲۵۰۰ نورو اړمنو کورنیو ته هم هره ورځ د ۵۰۰ خوراکي توکو بستې وویشل شي.

په یاده مرسته کې اته قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۱۰ لیتره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۷ کیلو لوبیا، ۱ کیلو شین چای، ۳ کیلو مالګه او ۱ پاکټ BP5 بکسټ شتون لري. یاده مرسته د نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې او ټاکل شوې، چې له مهالوېش سره سم به له کندهار وروسته په هلمند ولایت کې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته او همدا رنګه په ارزګان کې به هم ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو ته وویشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۷:۴۳
Background image

بادغیس؛ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو کانال پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دوشنبه، ۲۴ ربیع‌ الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند په باغک کلي کې د سېلابونو د احتمالي زیانونو د مخنیوي په موخه د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۷:۲۴
Background image

لغمان؛ ۴۰ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

یکشنبه، ۲۳ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د لغمان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۴۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې د شپږ میاشتنیو زده کړو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۶:۴۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ناروغانو وړیا جراحي عملیات پیل شول

يکشنبه، ٢٣ ربيع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د دې ادارې په همکارۍ د بنګله‌دېش د «المرکز الاسلامي» د متخصص روغتیايي ټیم له لوري د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو. . .

BACK TO NEWS