پکتیکا؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۳۲
پکتیکا؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په نماینده ګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد.
ورکشاپ کې ګډونوالو ته د بېړنیو پېښو پر مهال د غوره او چټکو اقداماتو، زیانمنو شوو وګړو سره د مرستې او د نغدو پیسو لېږد د معیاري کړنلارو په اړه په نظري او عملي بڼه مفصل معلومات ورکړل شول.
د دې ورکشاپ موخه په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې زیانمنو شوو وګړو ته پر وخت، اغېزمن او مسلکي توګه د خدماتو وړاندې کول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۱۰
Background image

کونړ کې ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړنۍ سرپناه او توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه او د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۷:۶
Background image

لوګر کې له ۳۰۰ بېوزلو کورنیو سره څه باندې ۲۸ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت په مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د بېوزلۍ د کچې را کمولو په موخه ۲۸.۲ ټنه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

پکتیکا؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۶ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په نماینده ګۍ کې ۲۵ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

BACK TO NEWS