لغمان؛ څه باندې ٩ زره هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي
چهارشنبه، ۵ جمادى الآخره ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لغمان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٤٥٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٤٧٩٨ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
