د افغاني سرې میاشتې، نړیوال سور صلیب او فدریشن په هکله د پېژندګلوۍ دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۸:۴۶
ورکشاپ دو روزه آشنایی با اعضای نهضت (هلال احمر افغانی، صلیب سرخ جهانی وفدراسیون بین المللی ) دایر گردید!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي چارو د تنظیم ریاست له لوري د نړیوال سور صلیب او فدرېشن په تخنيکي مرسته د افغاني سرې مېاشتې ټولنې، نړیوال سور صليب او د سره صلیب او سرو میاشتو نړیوال فدرېشن د پېژندګلوۍ په هکله د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر، ساحوي دفاترو او نماینده ګیو کې نویو ګمارل شویو مسولینو ته دوه ورځینی ورکشاپ دایر او ترسره شو.

ورکشاپ پرون د سه شنبې په ورځ د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لیندۍ پر دویمه نېټه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل شو. وروسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس الحاج مولوي مطيع الحق خالص ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې دوه ورځني ورکشاپ څخه په اعظمي توګه ګټه واخلي ترڅو وکولای شو په ورځنیو چارو کې په پوره پياوړتیا سره د بېوزلو هېوادوالو لاسنيوی وکړو.

وروسته له اجنډا سره سم عملاً د ورکشاپ چارې پیل شوې او ټولو ګډونوالو ته د نړیوال فدرېشن د استازي ډاکټر محمد رفیع، د سره صلیب د استازي آغلې میرمن کترین او د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د استازي الحاج عبدالجليل یوسفزي له لوري د غورځنګ تاريخي بهير، نښان، د نښان د کارونې، د ملي ټولنې د مرکزي او ولایتي څانګو مرستندويه کړنې، خوندي لاسرسي او په کړونو کې د ريښتینولۍ او د اصولو مراعاتولو په هکله مفصل مالومات وړاندې شول.

ورکشاپ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال الحاج ملا نورالدین ترابي په اختتامیه وینا کې نن چهارشنبه ټولو ګډونوالو ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ هیله مندي وښوده، چې له دوه ورځني ورکشاپ څخه به یې بشپړه ګته پورته کړې وې، پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS