د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کندهار مرستون نوې ودانۍ پرانيسته!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۱۵:۳۴
تعمیرجدید مرستون جمعیت هلال احمر افغانی در ولایت کندهار افتتاح گردید!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کندهار مرستون نوې ودانۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملا نورالدین (ترابي) صاحب، د کندهار والي محترم حاجی محمد یوسف (وفا)، د افغاني سرې میاشتې د زون، نمایندګۍ او کندهار مرستون کارکوونکو، رضا کارانو او دینی علماؤ په حضور کې د۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې پر ۸ نیټه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

دغه درې پوړیزه ودانۍ د کندهار ښار په عینو مېنه کې د ۲۴ بې سرپرسته کورنیو لپاره د ۶۱ میلیونو افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بودیجې څخه جوړه شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۴:۰
Background image

میدان وردګ؛ له ۳۲۱ راستنو شویو او بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۳ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت په مرکز، میدان ښار، کې له ۲۸۰ راستنېدونکو کډوالو او ۴۱ بې‌ سرپرسته کورنیو سره ۲۴.۳ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۷:۳۸
Background image

بامیان؛ ۲۳ کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیانو ولایت په نمایندګۍ کې ۲۳ تنو کارکوونکو او رضاکارانو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو پای ته ورسېد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۴:۳۷
Background image

کابل؛ د زړه او رواني ناروغانو لپاره د درملو د برابرولو په اړه خبرې وشوې

چهارشنبه، ۲۲ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر ازبکستاني سوداګرو سره د زړه او رواني ناروغانو لپاره د اړتیا. . .

BACK TO NEWS