هرات؛ د افغاني سرې مياشتې مرستيال د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز خدمات و ارزول
جمعه، ۳ ربیع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، هرات کې د لویدیځ زون د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز او د سرې مياشتې له ملکيتونو لیدنه وکړه.
ښاغلي حافظ عزيز الرحمن، رواني ناروغانو ته د وړاندې کيدونکو روغتيايي خدمتونو د کیفیت او استوګنځايونو وضعيت و ارزوه.
نوموړي مسٸولينو ته د ناروغانو سره پر ښه چلند، نېکې رويې او د نظافت برخه کې پر پاملرنې جدي ټينګار وکړ.
دا راز، ښاغلي مرستیال د افغاني سرې میاشتې ځمکې او ملکیتونه هم له نږدې وليدل، د حفاظت او غوره ګټې اخستنې په اړه يې لازمې سپارښتنې وکړې، د مسئولینو ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
