عمومي رئیس په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو څانګې له مسئولې سره وکتل

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۶:۶
عمومي رئیس په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو څانګې له مسئولې سره وکتل

چهارشنبه، ۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د یوناما د بشري حقونو څانګې له مشرې آغلې فیونا فریزر او مل پلاوي سره د پېښځپلو، اړمنو او راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د پراختیا په موخه  وکتل.
کتنه کې ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د مرکزي او سیمه ییزو څانګو له لارې پېښځپلو، بې سرپرسته کورنیو، معیوبینو، د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومانو او نورو بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې افغاني سره میاشت دا مهال په ورځنۍ توګه راستنېدونکو کډوالو او کونړ ولایت کې پر زلزله ځپلو هېوادوالو زرګونه خوراکه پاخه خواړه او د څښاک پاکو اوبو د وېش سربېره د روغتیا او لنډمهالې سرپناه جوړولو برخه کې خدمات وړاندې کوي. نوموړي د یادو فعالیتونو د لا پراختیا په موخه د نړیوالو مرستندویه بنسټونو ملاتړ مهم وباله او د مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
اغلې فریزر د افغاني سرې میاشتې له لوري هېوادوالو ته پر وړاندې کېدونکو خدمتونو خوښي وښوده، د اړمنو، پېښځپلو او راستنېدونکو کډوالو د  لاسنیوي برخه کې یې د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر او کاپیسا کې ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو ته ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه

شنبه، ١٣ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۸۰۰ اړمنو کورنیو ته په لوګر او ۸۰۰ کورنیو ته په کاپیسا ولایت کې ۸ ټنه د قربانۍ غوښه ورکړل شوه.

یاده مرسته د ترکیې سرې میاشتې له لوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۴۱
Background image

پکتیکا او کندهار؛ ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۶۴۰ اړمنو کورنیو ته په پکتیکا او ۶۴۰ نورو کورنیو ته په کندهار ولایت کې ۶.۴ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته د قطر سرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۷ - ۱۹:۷
Background image

کابل، پروان او میدان وردګ کې پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ غوښه ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۱ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې د لوی اختر په مناسبت پر ۲۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۱ ټنه د قربانۍ غوښه ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې. . .

BACK TO NEWS