په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له رئیس سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص لیدنه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۲۸ - ۸:۴۱
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمر افغانی محترم مولوی مطیع الحق خالص با رئیس کمیته بین المللی صلیب سرخ ملاقات نمود!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې له رئیس ښاغلي ایلوا فیلیون او مرستیالې آغلې دنیلا سره په داسې حال کې وکتل، چې د ملي ټولنې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین تربي او سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان هم ګډون درلود.

پدې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو طبیعي او غیر طبیعي پیښو پر پایلو، پیښو ته پر غوره ځواب ورکونه او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړیوال سره صلیب ترمنځ پر لا غوره همغږۍ بحث او خبرې وشې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

هرات؛ ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې

یکشنبه، ۲۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ښار په شیدایي سیمه کې ۱۳۹ راستنو شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشل شوې.

یادې روغتیایي بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ په قلبي روغتون کې ۲۷ رضاکارانو د زړه سوري په ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره ۱۰ زره سي‌ سي وینه ورکړه

شنبه، ۲۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په نوښت، د مرکزي دفتر، ارزان‌ قېمت او خیرخانې مېنې د ښوونیزو مرکزونو ۲۷ رضاکارانو د دې ادارې په قلبي روغتون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۴
Background image

لوګر؛ ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۲۷ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې د لوګر ولایت د مرکز پل علم او د محمدآغې، څرخ او خوښۍ ولسوالیو ۱۰۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۱ میلیونه او ۱۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

دغه. . .

BACK TO NEWS