د قطر او افغاني سرې میاشتې ګډ بشري ماموریت؛ کونړ زلزله ځپلو لپاره د مرستو وېش پیليږي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۶:۲۴
د قطر او افغاني سرې میاشتې ګډ بشري ماموریت؛ کونړ زلزله ځپلو لپاره د مرستو وېش پیليږي

یکشنبه، ۲۸ ربیع الأول ۱۴۴۷ 
د قطر د سرې میاشتې د پېښو برخې مسٸول ښاغلي خالد شاهین او په افغانستان کې د یاد هېواد سرې میاشتې د پروګرامونو مسٸول ښاغلي احمدالعثماني د افغاني سرې میاشتې له مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن سره د کونړ زلزله ځپلو کورنیو سره څه موده وړاندې د اعلان کړو مرستو د وېش بهیر د پيل او ګډو فعاليتونو کې د لا ښې همغږۍ په موخه وکتل. 
دواړو لوریو په دې برخه کې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او د زلزله ځپلو اړتیاوو ته په کتو یې د خوراکي، غیر خوراکي توکو او روغتیايي مرستو د برابرولو په لارو چارو هر اړخیز بحث ترسره او مرستو د وېش په اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۴۹
Background image

vافغاني سرې میاشتې ته د آذربایجان څه باندې ۷ ټنه خوراکي مرسته وسپارل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
په افغانستان کې د آذربایجان سفیر الهام محمدوف د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د هغه مرستیال حافظ عزیز الرحمن ته د یادې ټولنې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۱۵
Background image

کابل کې رمضاني مرستې؛ ۳۰۰ بې وزلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ اړمنو او بې وسه کورنیو بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۸:۲۴
Background image

د روژې د میاشتې په مناسبت؛ لغمان کې پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو خُرما ووېشل شوه

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په لغمان ولایت کې پر ۴۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو د روژې د میاشتې په مناسبت ۱.۶ ټنه خُرما ووېشل شوه.
ياده مرسته چې د ملک سلمان د بشري. . .

BACK TO NEWS