کابل کې رمضاني مرستې؛ ۳۰۰ بې وزلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۷:۱۵
k

پنجشنبه، ۱۶ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ اړمنو او بې وسه کورنیو بېلابېل خوراکي او غيرخوراکي توکي ووېشل.
ياده مرسته د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن او د سېلاب خیریه بنسټ د مشر ښاغلي سيد احمد سېلاب په حضور کې مستحقو کورنیو ته ورکړل شوه.
 د مرستې د وېش پر مهال عمومي رئیس وویل: افغاني سره میاشت د خپل بشري ماموریت له مخې هڅه کوي؛ څو د هېواد له اړمنو او بې وزلو کورنیو سره پر وخت مرستې وکړي او د بشري فعالیتونو له لارې د هغوی ستونزې تر یوه بریده راکمې کړي، هغه د سېلاب خیریه بنسټ د مرستو مننه وکړه او دا یې د اړمنو او بې وسه کورنیو لپاره یو مهم او پر وخت اقدام وباله.
ورپسې د سېلاب خیریه بنسټ مشر په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د ټولنې له بې وزلو او اړمنو خلکو سره مرسته کول د ټولو انساني او اسلامي مسوولیت دی؛ نو په همدې اساس موږ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ پر یو شمېر اړمنو کورنیو د اختر لپاره نوې جامې او نور د اړتیا وړ توکي ووېشل.
مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۰ کیلو وریژې، ۵ کیلو دال، ۵ لېتره غوړي، ۲ کیلو خرما، ۴ بوتله د لوښو مینځلو مایع، ۵ پاکټه د کاليو مینځلو پوډر، د غاښونو کریم او د سېلاب خیریه بنسټ چمتو شوې مرسته، چې ۱ کیلو چای، ۶ عدده د کاليو مینځلو صابون، د نارینه‌ وو، ښځو او ماشومانو جامې، د ماشومانو بوټ او نور اړین توکي په کې شامل وو؛ ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۰:۴۳
Background image

هرات کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۱۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۹۹۵۹ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۹:۲۶
Background image

بدخشان کې څه باندې ۱۸۰۰ ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۱۷ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۰۲۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۱۷
Background image

تخار کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ۱۶ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تخار ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۴۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې. . .

BACK TO NEWS