ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس په توګه معرفي شو!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۹:۱۹
محترم مولوی مطیع الحق خالص به صفت سرپرست ریاست عمومی جمعیت افغانی سره میاشت معرفی گردید!

نن شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د تلې پر ۱۷ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلی مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پخواني سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي، سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان، د سکترجنرال د مرستیالانو، ښاغلي محمد طیب یوسفزي او ښاغلي نوروزعلي علیزاده، د مرکزي دفتر د رئیسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې د چارو ادارې د مرستیال ښاغلي شیخ مولوي نورالحق انور له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست د سرپرست په توګه معرفي شو.

د غونډې په پیل کې د چارو ادارې مرستیال ښاغلي شیخ مولوي نورالحق انور په ملي او دولتي ادارو کې د ټاکنو په اړه د مالومات د ورکړې ترڅنګ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیس په توګه د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ګمارني په اړه د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین پیغام قرائت کړ.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د هیواد په موجوده وضعیت او همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر ونډه او فعالیتونو خبري وکړي، نوموړي زیاته کړه: موږ په خپلې هڅې او کوښښونه وکړو ترڅو د سرې میاشتې له لوري «چې د جوړښت موخه یې هم د اړمنو او پیښځپلو څخه لاسنوی دی» د هیواد ترټولو ډیر اړمن او پيښځپلي قشر ته لا ډیرې بشرپاله مرستې ورسو. غونډه د خیر او ښېرازۍ په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۹:۱۸
Background image

لوګر؛ سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرکز پل‌علم په بېلابېلو سیمو کې سلګونو کورنیو ته د پاکو اوبو او روغتیا ساتنې په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.

دغه پروګرام، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۸:۴۱
Background image

بلخ؛ پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او د مزارشریف ښار د يو شمېر ناحیو پر ۴۳۷ اړمنو کورنیو نږدې ۱۳ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۶:۴۱
Background image

نورستان؛ ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د مرکز پارون ښار کې له ۵۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د څه باندې ۳۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملک سلمان د. . .

BACK TO NEWS