جاپان د کونړ زلزله ځپلو سره بېړنۍ بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۶/۱۴ - ۱۳:۵۸
جاپان د کونړ زلزله ځپلو سره بېړنۍ بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

جمعه، ۱۲ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، په افغانستان کې د جاپان له سفیر ښاغلي تاکایوشي کورمایا او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له سرپرست مشر ښاغلي جُی سینګال سره د کونړ زلزله ځپلو کورنیو  د لاسنیوي په موخه د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د جاپان  د  بشري مرستې له ترلاسه کولو وروسته په خبري ناسته کې ګډون وکړ.
ناسته کې عمومي رئیس د جاپان په مالي او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په تخنیکي مرسته  د چمتو شوو غیر خوراکي توکو مننه وکړه، دا بېړنۍ مرسته یې د کونړ زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره اغېزمن او مهمه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې مرسته به یې په بشپړ شفافیت زلزله ځپلو کورنیو ته ورسول شي.
ورپسې ښاغلي کورمایا د هېواد په ختیځ کې په پېښې شوې زلزلې  ژوره خواشیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې جاپان هم له ورته مرګونو پېښو ډېر ځل اغېزمن شوی، موږ د دردېدلو افغانانو روان وضعیت ښه درک کولی شو. نوموړي زیاته کړه، موږ د افغاني سرې میاشتې هلې ځلې ستایو، د لا ښه خدمت هیله ترې لرو او ژمنه کوو، چې جاپان به تل له افغان ولس سره خپلې همکارۍ جاري وساتي.
 په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مسئول ښاغلي سینګال  په خپلو خبرو کې د دواړو لوریو د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او راتلونکي کې یې  له جاپان څخه د ورته بشري مرستو د لا پراختیا غوښتنه هم وکړه.
په مرسته کې ۲۵۰ خېمې، ۱۶۲۰ کمپلې، ۱۶۲۰ توشکې او ۲۵۰ د اوبو بوشکې شاملې دي، چې ډېر ژر به د کونړ پر زلزله ځپلو کورنیو ووېشل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS