ملک سلمان د مرستو او بشري خدمتونو مرکز د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې همکارۍ پراخوي

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۸
ملک سلمان خیریه بنسټ د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې همکارۍ پراخوي

چهارشنبه، ۳ ربیع الأول ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له عمومي رئیس ښاغلي دوکتور محمد سعید العیاش، د سعودي عربستان د ملک سلمان د مرستو او بشري خدمتونو مرکز د رضاکارانه پروګرامونو د برخې مسئول ښاغلي دوکتور یوسف المطلق او د ماشومانو د زړه ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالرحمن المسند سره د سوري زړه په رنځ اخته ماشومانو د درملنې برخه کې د همکاریو د پراختیا په موخه وکتل.
کتنه کې عمومي رئیس د اسلامي همکاریو سازمان او د ملک سلمان د مرستو او بشري خدمتونو مرکز له دوامدارو مرستو د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې  افغاني سره میاشت  د خپلو بشرپالو فعالیتونو په لړ کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو سربېره د رواني ناروغانو د درملنې برخه کې دوامدار خدمتونه وړاندې کوي او د خپلو ثابتو کلینیکونو او ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې هم د بېوزلو هېوادوالو لاسنیوي ته بشپړه ژمنتیا لري، نوموړي د راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه څو د بشري مرستو ترڅنګ د سوري زړه ناروغانو د درملنې برخه کې د افغاني سرې میاشتې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د ملک سلمان د مرستو او بشري خدمتونو مرکز د رضاکارانه پروګرامونو د برخې مسئول د سرې میاشتې بشرپال خدمتونه اغیزمن وبلل او څرګنده یې کړه، چې ددې مرکز نږدې ۸۰سلنه فعالیتونه روغتیايي برخه رانغاړي، په همدې بنسټ په پام کې ده، چې نږدې راتلونکي کې په روغتیايي توکو سمبال یو متخصص او مسکلي ټيم افغانستان ته را واستول شي، څو د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو عملیات او درملنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۱۶
Background image

کابل؛ د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ځوانانو او رضاکارانو، روغتیايي خدمتونو او پېښو ریاستونو یو شمېر کارکوونکو ته د پېښو د خطرونو د کمولو په اړه یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

کونړ کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۲۹ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۹۰ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS