د کډوالو لاسنیوي لپاره نړیواله همغږي؛ د افغاني سرې میاشتې او ۳۸ نړیوالو ملي ټولنو ترمنځ انلاین ناسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۴۰
د کډوالو لاسنیوي لپاره نړیواله همغږي؛ د افغاني سرې میاشتې او ۳۸ نړیوالو ملي ټولنو ترمنځ انلاین ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال يې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان په شتون کې د ۳۸ هېوادونو د ملي ټولنو له مسئولینو سره کډوالو د لاسنيوي اړوند د بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه آنلاین ناسته وکړه. 
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو افغانانو د لاسنیوي، ګډو همکاريو د پیاوړتیا او همغږۍ کچې پر زیاتوالي ټینګار وکړ، د کډوالو ستونزې، اړتیاوې او د سرې میاشتې له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ یې کډوالو ته د لازمو مرستو برابرولو غوښتنه وکړه. 
د نړیوالو ملي ټولنو استازو د کډوالو د وضعیت په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لارې به بېرته راستنېدونکو افغانانو سره همکارۍ پراخې او د هغوی اړتیاوو ته په کتو به مرستې چمتو کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۲۳
Background image

سرپل کې له سېلاب‌ ځپلې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په هجده بالا کلي کې له یوې هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله سېلاب‌ ځپلې وه، نغدي مرسته ترسره شوه. . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۸:۱۱
Background image

پکتیا کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره د کلینیکونو د آمرینو شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ بشپړ شو

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل ختیځ ییز زون په کچه په پکتیا ولایت کې د ۵ ولایتونو د ثابتو کلینیکونو آمرینو ته د ساري ناروغیو تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۷:۴۱
Background image

هرات کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ۱۵ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سروستان په کلي کې ۲ سېلاب ځپلې کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي. . .

BACK TO NEWS