د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کوید۱۹ – ۵۰ بستریز روغتون ارزیابي!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۰:۵۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کوید۱۹ – ۵۰ بستریز روغتون ارزیابي!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کوید۱۹ روغتون د کړنو او راتلونکو فعالیتونو د څرنګوالي په اړه د ارزیابۍ ناسته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست ریسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، د سکرترجنرال د مرستیالانو، « په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې، د ملي ټولنو او سره صلیب د نړیوال فدراسیون او ناروې سره صلیب » د استازو، د مرکزي دفتر د ریسانو او یاد روغتون د کارکوونکو په ګډون سره، نن چهارشنبه د روان ۱۳۹۹ کال د کب پر ۲۷ نیټه تر سره شوه.
غونډه د ملي ټولنې د سرپرست ریسې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز په خبرو پیل شوه، چې ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کوید۱۹ روغتون رئیس ښاغلي ډاکټر جواد ابراهیمي د یاد روغتون د کړنو په اړه خپل تیار کړی پرزنټیشن ارایه او د کوید۱۹ روغتون په اړه یې مالومات وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغانستان د طبي شورا مشرې آغلې ډاکټر نسرین اوریاخیل، په بهر کې میشت ډاکټر زرمتي او د داخلي ناروغیو متخصص ډاکټر اسحاق جواد هم په آنلاین بڼه خپل اندونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه؛ ترڅو د افغاني سرې میاشتې ټولنه د افغانستان د روغتیا وزارت او افغانستان د طبی شورا سره د یاد روغتون د کړنو پر څرنګوالي د ورستیو پریکړو په موخه ناستې ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۴۴
Background image

میدان وردګ؛ د سختو ورښتونو له امله له یوې زیانمنې کورنۍ سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

پنجشنبه، ٨ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ګوګر په کلي کې له هغې کورنۍ سره، چې د سختو ورښتونو له امله زیانمنه شوې وه، د غیر خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۵
Background image

لوګر کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۷۱۰۳ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۴۳
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنې مېرمنې د مرستو د درېیم پړاو په ترڅ کې د ۴ میلیونه افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS