په لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له کلوپ څخه د ٨٥ زده کوونکو فراغت!
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوګر څانګې د ځوانانو او رضاکارانو کلوپ له دری میاشتني کورس څخه ٨٥ تنه هغه نارینه او ښځینه زده کوونکي فارغ شول، چې د اقتصادي ستونزو له کبله په خصوصي کورسونو کې له زده کړو بې برخې دي.
د یادونې وړ ده چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په هیواد کې د یواځني ملي او خیرپال بنسټ په توګه د نورو بشرپاله کړنو ترڅنګ؛ د هیواد په ٣٤ ولایتونو کې د ځوانانو او رضاکارانو په کلوپونو کې بې وزله هېوادوالو ته د رضاکاره ښوونکو له لوري په وړیا ډول زده کړې ورکول کېږي.