د افغاني سرې میاشتې پلاوي ترکیه کې د حجرالصدقه او دارالایتام خیریه بنسټونو له مسئولینو سره ولیدل 

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۱:۱۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې پلاوي ترکیه کې د حجرالصدقه او دارالایتام خیریه بنسټونو له مسئولینو سره ولیدل 

شنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال، ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت د یو پلاوي په مشرۍ د ترکیې هېواد استانبول ښار کې د "حجر الصدقه" او دارالایتام خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره د بشري همکاریو او همغږۍ د پراختیا په موخه جلا جلا ناستې وکړې.

په ناستو کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د يادو بنسټونو د فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغان یتیمانو، بې‌سرپرسته کورنیو او اړمنو لپاره يې د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.

د حجرالصدقه د پروژو مسئول ښاغلي برهان د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه وکړه او هيله یې وښوده، چې نږدې راتلونکي کې به له افغاني سرې میاشتې سره د روغتیايي او نغدي مرستو سربېره د امرار معیشت، یتیمانو د لاسنيوي او نورو مهمو برخو کې همکاري وکړي.

دا راز د دارالایتام خیریه بنسټ عمومي رئیس وویل، چې د افغانانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه دا مهال په افغانستان کې د دوی له لوري ۷۰۰ یتیمو ماشومانو ته د زده‌ کړو، خوراک، روغتیا، او نورو لومړنیو اړتیاوو برخه کې خدمات وړاندې کېږي او هڅه کوي خپل خدمات لا پراخ کړي.

دواړو خیریه بنسټونو ژمنه وکړه چې له افغاني سرې میاشتې سره د یتیمانو د ملاتړ او اړمنو ته د بېړنيو مرستو د چمتو کولو  برخه کې د ګډ کار ترڅنګ به د بشري همکاریو په پراخولو کې دوامداره هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا؛ پر ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ۴.۳۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۴ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان ولسوالۍ کې د جګړو له امله پر ۳۵۰ زیانمنو کورنیو ۴ میلیونه او ۳۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۶
Background image

پروان؛ ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۶ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۱۴ جمادی‌ الآخره ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې ۲۰۰ اړمنو مېرمنو ته د مرستې د شپږم او وروستي پړاو په ترڅ کې ۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۸:۴۶
Background image

پکتیکا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الآخره ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۲۳۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې،. . .

BACK TO NEWS