لغمان ولايت کې ٤٨٤٦ تنه اړمنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۱۱:۱۶
خبرونه

لغمان ولايت کې ٤٨٤٦ تنه اړمنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي!

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د لغمان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣٩٨ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٦٦ تنو ټپیانو ته د پانسمان، ٨٠١ مېرمنو او ماشومانو ته د بېلا بېلو ناروغیو د مخنیوي او واکسینونو د تطبیق، ٢١٠٠ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٤٤ مېرمنو ته د ولادت برخه کې د خدماتو سربېره د ٤٩ ماشومانو کتنه کړې او په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته يې د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي هم ورکړي، د دې ترڅنګ ٨٨ مېرمنو ته يې د کورنۍ د تنظیم برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۹:۲۱
Background image

کار، عاید او هيله؛ بلخ کې ۲۳۳ تنو کاريګرو ته کاري فرصتونه برابر شول

سې شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د سالار تېپې په کلي کې د کار په بدل کې د شپږ میلیونه او اووه سوه زره (۶،۷۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۸:۵۹
Background image

بامیان او زابل کې پر راستنېدونکو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

سې‌شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د راستنېدونکو کډوالو په پنډغالي کې پر ۱۹ تازه راستنو شوو کډوالو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې په کې هرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۲۶
Background image

تورخم کې پر راستنو شوو کډوالو د عامه پوهاوي سلګونه نشراتي توکي وېشل شوي دي

سې شنبه، ۱۱ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې رضاکارانو د ننګرهار ولایت، تورخم عمري پنډغالي کې له تېرو دوو اونیو راهيسې پر سلګونو راستنو شوو کډوالو د عامه پوهاوي لپاره، ۳۷۷ د سوري زړه او. . .

BACK TO NEWS