نورستان؛ د جګړو له امله اغېزمنو ۱۷،۰۰۰ کورنیو ته د خوراکي مرستو وېش پيل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۲۱:۲
N

چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې، د سره صليب نړيوالې کمېټې او د خوړو نړيوال پروګرام په ګډه همغږۍ، د نورستان ولایت په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د جګړو له امله له ۱۷،۰۰۰ اغېزمنو کورنیو سره د خوراکي او روغتیا ساتنې توکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دې لړۍ په لومړۍ ورځ، د کامدېش ولسوالۍ په اور مړو او کمو سیمو کې چې د وروستيو جګړو له امله اغېزمنې شوې وې پر ۱،۸۰۰ کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د مرستې په دې کڅوړو کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسونو د مینځلو صابون شامل وو، چې موخه یې د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د اساسي ستونزو کمول دي.

ټاکل شوې ده، چې د همدې لړۍ په دوام کې به په راتلونکو ورځو کې د کامدېش او برګمټال ولسوالیو پر ۱۵،۲۰۰ نورو کورنیو هم د ورته توکو مرسته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د جګړو او بېړنیو پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه او د هغوی ملاتړ د افغاني سرې مياشتې له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۷
Background image

کونړ؛ څه باندې ۱۰ زره ناروغان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهارشنبه، ۷ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۰۸ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۹:۳۶
Background image

کونړ؛ د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د سهیل تنګي په سیمه کې ۱۶۰ زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د استوګنیزو کورونو د جوړولو چارې پیل شوې.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۵۴
Background image

خوست؛ پر ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۶ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې پر ۴۰۰ هغو اړمنو مېرمنو، چې د خوړو له کمښت سره مخ وې، د نغدي مرستو د لومړي پړاو په. . .

BACK TO NEWS