پکتیکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۲۱:۴۰
خبرونه

پکتیکا ولایت کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن چهارشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په چهاربران ولسوالۍ کې له ۳۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د یوې مختلف النوعه خوراکي توکو بستې ترڅنګ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، ۱ کارتن د کالیو مینځلو پوډر، ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو او د روغتیا ساتنې يوه بسته هم ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د یادو کورنیو له جملې پر ۱۴۰ کورنیو ۱۴۰ کارتنه خُرما هم ووېشل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۴۳
Background image

هرات؛ د اقلیمي بدلونونو د پروژې د همکار بست لپاره ازموینه واخستل شوه

پنجشنبه، ۱۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري هرات ولایت کې د اقلیمي بدلونونو د پروژې د همکار خالي بست لپاره د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه له یو شمېر نوماندانو تحريري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۲۹
Background image

ارزګان؛ د ښوونځي او وړکتون ۴۰۰ زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه وشوه

پنحشنبه، ۱۷ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت اړوند د یوه خصوصي ښوونځي او وړکتون ۴۰۰ تنو زده کوونکو ته د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې ګډونوالو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١٧ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧٨٤٦ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS