د ګرځنده روغتیایي ټيمونو  لپاره د ۳ عراده موټرو د کرایې کولو  په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۴
خبر

د ګرځنده روغتیایي ټيمونو  لپاره د ۳ عراده موټرو د کرایې کولو  په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه!

نن دوشنبه د رمضان میاشتې پر ۱۷ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د دې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په ننګرهار او هرات ولایتونو کې د روغتيايي خدمتونو د رياست اړوند ګرځنده روغتیایي ټيمونو  لپاره د ۳ عراده موټرو د کرایه کولو په پار د داوطلبۍ غونډه ترسره شوه.
یاده ناسته کې ۳ سوداګريزو، لوژستيکي او ترانسپورتي شرکتونو ګډون درلود، چې د نظارت او ارزونې د ټيم له لوري د اسنادو تر ارزونې او کره کتنې وروسته به یې قرارداد پر شرایطو برابر ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS