بامیان ولایت کې ۵۱۵۴ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي
بامیان ولایت کې ۵۱۵۴ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات ترسره شوي
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې د بامیان ولایت په بېلابېلو سيمو کې د یادو ناروغانو له جملې د ۲۳۸۸ تنو معاینات او درملنه، ۲۳۸ تنو ته پانسمان او ۲۵۹ ته مختلف واکسینونه تطبیق کړي، همدا ډول ۲۳۳ مېرمنو ته له ولادت وړاندې او وروسته لازمې روغتیایي مشورې، ۱۲۷ خوار ځواکو ماشومانو ته اړین خوراکي توکي، ۱۱۷ مېرمنو ته د کورنۍ د تنظیم او ۱۷۹۲ تنو ته يې د روغتیا ساتنې په برخه کې عامه پوهاوی هم ورکړى دى.