د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۸:۵۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي اونال ته افغانستان ته د راتګ هرکلی ووایه او د ترکیې او افغانستان د ولسونو ترمنځ یې اړیکې د اسلامي اُخوت پر بنسټ تاریخي وبللې. نوموړي وویل "په تېرو ۲ کلونو کې ترکیې له هر چا زیات د افغانانو لاسنیوی کړی او افغاني سرې میاشتې ته یې په سختو حالتونو کې د همکارۍ لاس ورکړی". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ د ترکیې د سرې میاشتې منندوی یو، چې له مونږ سره د بشري خدماتو په برخه کې صمیمانه اړیکې لري او فعالیتونه په ګډه مخې ته وړو". نوموړي د ترکیې هېواد شارژدافیر ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت به په بشري خدماتو کې د ترکیې مرستندویه وي او ترڅنګ به یې ولاړه وي..نوموړي په بشري مرستو کې افغانستان ته د ترکیې د پاملرنې ځانګړې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ترکیې همکاري افغاني سرې میاشتې ته ډېر ارزښت لري. ناسته کې افغانستان کې د ترکیې شارژدافیر ښاغلي جنک اونال افغانستان ته پر خپل راتګ خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه،چې افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ به په افغانستان کې د ترکیې بشري مرستې تنظیموي. نوموړي وویل "افغانستان ته د ترکیې یو بل ریل ګاډی مرسته په لاره ده، چې له را رسیدو وروسته به یې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د پاکستان پولو ته نېږدې پر راستنو شویو کډوالو وویشو".ښاغلي جنک اونال وویل "افغانستان تل په طبیعي ناورینونو کې ښکیل وی، خو مونږ به یې تل لاسنیوی وکړو".

kk

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۳:۳
Background image

ميدان وردګ؛ د ورښتونو له امله زيانمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

افغاني سرې مياشتې د ميدان وردګ ولايت د جغتو ولسوالۍ له هغو دوو کورنيو سره نغدي مرسته وکړه، چې د وروستيو سختو ورښتونو له امله يې د کورنۍ غړو خپل ژوند له لاسه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

ننګرهار کې ۱۲۴ سېلاب ځپلو کورنيو ته د لنډمهالې سرپناه لپاره خېمې ووېشل شوې

دوشنبه، ۱۷ ذو القعده ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د ننګرهار ولايت د پچيرآګام ولسوالۍ ۱۲۴ سېلاب ځپلو کورنيو ته، چې د استوګنې لپاره يې مناسب ځای نه درلود او د سرپناه له نشتون سره مخ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۳۸
Background image

هرات ولايت کې څه باندې ٢۵ زرو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ۱۷ ذوا لقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هرات ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۳۱۴۸ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS