هرات!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن د ربیع الثاني پر لومړۍ نېټه قطر هېواد ته د بشري مرستو د جلب په موخه سفر وکړ. نوموړی به په دې سفر کې د مرستندویو بنسټونو له مسؤلینو او د افغانستان لپاره د بهرنیو هېوادونو د یو شمېر سفارتونو له استازو سره د بشري مرستو پر دوام لیدنې وکړي او هڅه به وکړي، چې د هرات ولایت زلزله ځپلو سیمو ته مرستې راجلب کړي؛ ترڅو د زلزله ځپلو وګړو پراخ او هر اړخیز لاسنیوی وشي.
