هرات!
افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د روانې اونۍ د زلزلې له امله اغېزمنو شویو وګړو ته تر دا مهاله د ۳۸۵ خیمې، ۳۰۷۰ تودې کمپلې، ۲۹۴۲ بستې د پخلنځي لوښي، ۲۳۵۵ د اوبو د ساتنې توکي، ۱۶۳۷ ترپالونه او ۱۱۵ دیګ بخارونه ویشلي.
