بدخشان!
افغاني سرې میاشتې بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې پر ۱۰۴ کورنيو چې د غره د يوې برخې د ښويېدلو له امله زيانمنې شوې وې ۱۲ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله. یاده مرسته کې ټولټال ۳۰ خیمې، ۲۰۸ ترپالونه، ۶۲۴ کمپلې، ۶۲ د پخلنځي ۱۳ عدده توکي، ۴۱۶ د اوبو بوشکې، ۱۰۴ د روغتيا ساتنې بستې، ۳۱۲ د نارينه و پټوګان، ۳۱۲ ښځينه شالونه، ۵۳ منقلونه، ۲۰۸ بېلا بېل البسه او ۷۳ د سولري بریښنا توکي شامل وو.