کندوز!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۱۷
کندوز!

افغاني سره میاشت د هېواد په هغو سیمو کې چې وګړي یې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري؛ د ګرځنده روغتیایي ټيمونو له لارې روغتيايي وړيا خدمات ترسره کوي، يو له دغو ټيمونو په کندوز ولايت کې د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایي ټیم دی، چې له تېرو شلو ورځو راهيسې (له ۱۶ صفر تر ۵ د ربيع الأول) يې د امام صیب ولسوالۍ په بېلا بېلو کليو او سيمو کې ټولټال ۳۴۵۶ تنو ته په وړيا توګه روغتیایي خدمات ترسره کړي، چې له دې جملې یې د ۷۲۵ ناروغانو کتنه او درملنه کړې، ۱۹ ټپيان یې پانسمان کړي، ۲۸۶ ماشومانو او ښځو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي،۱۵۳ تنه ښځو ته د ولادت په برخه کې روغتیایي خدمات وړاندې کړي، ۵۸ حامله وو ښځو د کورني تنظیم اړوند اړينې مشورې او درمل ورکړي، د دې تر څنګ يې ۲۲۱۵ هېوادوالو ته د روغتيا ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړی.

kk

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS