پروان!
په هېواد کې د ریښتینو اړمنو د موندلو او لاسنيوي په موخه سروې تر سره کول یوه جدي اړتیا ده. افغاني سرې میاشتې نن د صفر میاشتې پر ۲۷ مه، د پروان ولایت مرکز په شمول کوه صافي او سالنګ ولسوالیو کې د خپلو کارکوونکو او رضاکارانو په مټ د ۲۰۰۰ اړمنو، کونډو،یتیمو او بی سرپرسته کورنیو سروې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله، چې په نیږدې راتلونکي کې به ورسره مرسته وشي.