افغاني سرې میاشتې یو ځل بیا ۴۸ نور د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۲ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ور وپېژندل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۹:۲۳
افغاني سرې میاشتې یو ځل بیا ۴۸ نور د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۲ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ور وپېژندل!

افغاني سرې میاشتې یو ځل بیا ۴۸ نور د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۲ کورنیو روغتونونو ته د درملنې او عملیات په موخه ور وپېژندل. د یادو ناروغانو د درملنې او عملیات ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري تادیه کېږي. دا مهال له افغاني سرې میاشتې سره شاوخوا ۱۲۰۰۰ نور د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان ثبت دي، چې عملیات ته انتظار کوي. په تېرو شاوخوا ۱۴ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې په یاده ناروغۍ اخته ۱۷۷۱ ماشومان په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونو ته د عملیات او درملنې لپاره ورپېژندلي،چې نېږدې ۱۵۰۰ یې روغ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي. پاتې نور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

بدخشان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

یکشنبه، ٢ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۸۷۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

BACK TO NEWS