هرات!
افغاني سرې میاشتې نن د صفر پر ۱۹ مه، د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ اړمنو او بیوزله کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو وړه، ۱۰ لیتره غوړي، ۲۴.۵ کیلو وریجې، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، یو کیلو شین چای او یو پاکټ بیسکيټ ورکړل شول.