د افغاني سرې میاشتې مرستیال او مل پلاوي دوحه کې د قطر فنډ د پرمختیایي پروژو له مرستیال او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۱۹
د افغاني سرې میاشتې مرستیال و مل پلاوي دوحه کې د قطر فنډ د پرمختیایي پروژو له مرستیال او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي او مل پلاوي دوحه کې د قطر فنډ د پرمختیایي پروژو له مرستیال سلطان احمد العسیري او مل پلاوي سره پر بشري موضوعاتو ګډه ناسته ترسره کړه. ناسته کې په افغانستان کې پر شته بشري اړتیاو او ستونزو د خبرو تر څنګ ښاغلي ملا نورالدین ترابي پر هغو ۱۶ ستونزو، اړتیاو او مواردو تفصیلي خبرې وکړې، چې د افغانستان بېوزله وګړي ورسره مخ دي. ښاغلي سلطان العسیري ژمنه وکړه چې ډېر زر به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان ولسونو سره د ۲۵ زره ټنه غنمو مرسته وکړي. ښاغلي ملا نورالدین ترابي غوښتنه وکړه، چې د زر رسیدو لپاره اړینه ده، چې د قزاقستان له لارې افغانستان ته ولېږل شي. ښاغلي العسیري ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د یادو غنمو د ترانسپورتي لګښتونو د معلوماتو له شریکولو وروسته به سمدستي ګام واخلي. نوموړي همدا ډول ژمنه وکړه، چې په کوم بهرني هېواد کې به هغو شاوخوا ۷۰۰۰ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنې ته زمینه برابره کړي، چې افغانستان کې یې سمدستي درملنه ناشونې ده. د قطر فنډ د پرمختیايي پروژو مسؤل ښاغلي سلطان بن احمد العسیري د یادې ژمنې ترڅنګ څرګنده کړه، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره دوی چمتو دي چې په افغانستان کې دننه د یادې ناروغۍ د درملنې او عملیاتو لپاره یو مجهز روغتون جوړ او اکمال کړي. ناسته کې همدا ډول د افغاني سرې میاشتې مرستیال د وچکالۍ د مخنیوي په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل "افغانستان کې وچکالي زیاته شوې، چې له امله یې وګړي له بشري کړاوونو سره مخ شوي مونږ هیله من یو، چې مرستندوی بنسټونه په دې برخه کې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي ترڅو وتوانېږو په هره ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰ سترې برمې شتون ولري". ښاغلي العسیري په دې برخه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۲۳ - ۱۶:۴۴
Background image

لوګر؛ د ترافیکي پېښې د قربانيانو له کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

جمعه، ۳۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په لوګر ولایت کې له هغو ٣ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال یې د کډې بار موټر په لغمان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۹:۴۰
Background image

کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۷:۵۶
Background image

ننګرهار؛ د ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې د ۹ قربانیانو له کورنیو سره ۹۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

BACK TO NEWS