میدان وردګ!
د میدان وردګ ولایت د چک او دایمیر داد ولسوالۍ په بېجګه، طویکه، بلاق، خواجه انګور او چهارشونې کلیو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري په ۹۴ سېلاب ځپلو کورنیو مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته کې ۲ تختې ترپالونه، ۵ تختې کمپلې، یوه د سرپناه د توکو بسته او د خوراکي توکو یوه بسته موجود وو.