د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۴:۹
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې (ICIC) له مشر السفیر محمد علي بوهدمه او اجرایوي مدیر دوکتور محمد العسبلي سره د سعودي عربستان د جدې په ښار کې لیدنه ترسره کړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې د اٌمورو د لا اغېزمنتوب او پرمختګ په اړه مشورې شریکې کړې او د افغانستان پر شته وضعیت او ستونزو یې خبرې وکړې. نوموړي غوښتنه وکړه چې د کمزورو او اړو اسلامي هېوادونو په اړه باید د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو نړیواله کمیټه خپل مسؤلیت ترسره کړي او باید د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د پرمختګ، یووالي او پیاوړتیا لپاره کار وکړي. د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو د نړیوالې کمیټې رئیس السفیر محمد علي بوهدمه د ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص سپارښتنې او مشورې ګټورې وبللې او هیله یې وښوده چې افغاني سره میاشت به د اسلامي هېوادونو د سرو میاشتو نړیواله کمیټه کې فعال او اغېزمن رول ولري. نوموړي غوښتنه وکړه چې افغاني سره میاشت دې دوی سره خپلې ستونزې، اړتیاوې او پروژې شریکې کړي؛ ترڅو دوی د یادو پروژو د تطبیق او د اړتیاو پوره کولو ته په اسلامي هېوادونو کې مرستندوی ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو د نغدي مرستو وېش پيل شو

دوشنبه، ۱۲ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ځاځي میدان، علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې ۳،۰۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېش لړۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۰:۲۸
Background image

خوست؛ څه باندې٢٧۵۰۰ تنو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

دوشنبه، ١٢ شوال ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٦٢٤٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۸:۴۴
Background image

پکتیکا کې پر ۲۳۰۰ بېځایه شوو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۱۱ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

په مرسته. . .

BACK TO NEWS