سرپل !
د سرپل ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ کورنیو ته د روغتیا ساتنې توکي وویشل شول. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۴ قلمه توکي وویشل شول. د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په وانت وایګل ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ژمني توکي وویشل شول. په یاده مرسته کې جامې، جاکټونه، څادرونه او ټیکري، بوټان، جرابې، خولۍ، کورتۍ او یو شمېر نور توکي شامل وو.