کابل!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۲
کابل!

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص او د سیمې لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسؤل الیکساندر کابل کې د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې ګډه ناسته کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص الیکساندر ته افغانستان ته د راتګ د هرکلي ترڅنګ وویل "افغاني سرې میاشتې تېر کال هڅه وکړه بېلابېل ډول اړمنو ته پر مرستو سربېره تېر کال کې د سیلابونو، زلزلو او وچکالۍ له امله د بې کوره وګړو لاسنیوی هم وکړي او روان کال مو هڅه ده د تېر کال په پرتله د دوی لا غوره لاسنیوی وکړو" نوموړي وویل "مونږ روان کال هوډ لرو بازار کې د ګرځېدونکو سوالګرو، له زده کړې د بې برخې کباړ ټولوونکو ماشومانو او بېوزلو کونډو داسې لاسنیوی وکړو، چې نور اړمن پاتې نشي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "سیلابونو او زلزلو زرګونه کورونه نړولي؛ مونږ یې روان کال لاسنیوی وکړ خو باید ملي ټولنې او نړیوالې مرستندویې ادارې افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکړي، چې له راتلونکي ژمي وړاندې دوی ته سرپناه چمتو کړای شو". نوموړي وویل "لازمه ده افغاني سره میاشت او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون ښه همغږي ولري؛ ترڅو تدارکاتي ستونزې حل شي، لا نور شفافیت رامنځ ته شی او اړمنو سیمو ته پر وخت مرستې ورسېږي. ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "افغانستان لا هم له بشري ناورین سره مخ دی؛ باید په ګډه هڅې وکړو، چې نړۍ کې نورې پېښیدونکې قضیې باید له افغانستان سره د مرستو د جلب مخې ته خنډ نشي". ناسته کې د سیمې لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون سیمه یېز مسؤل الیکساندر وویل، چې "د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون به د افغاني سرې میاشتې تر څنګ ولاړ وي او هڅه به وکړي، چې خپل فعالیتونه لا منظم کړي". نوموړي وویل، چې "په پکتیکا او خوست کې له هر چا وړاندې زلزله ځپلو ته د افغاني سرې میاشتې ځان رسول د ستاینې وړ اقدام دی".

 

کابل!

 

کابل!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۵:۳۸
Background image

د افغاني سرې مياشتې د زړه روغتون د ریاست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
پلازمېنه کابل کې د افغاني سرې میاشتې اړوند د زړه روغتون د ریاست بست لپاره په شرايطو برابر له ۱۶ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخیستل شوه. 
د يادو نوماندانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۲
Background image

پکتیا کې له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نږدې ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پکتیا ولایت په ډنډِ پټان او ځاځي آریوب ولسوالیو کې له ۶۶۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره نهه میلیونه او نهه سوه زره (۹،۹۰۰،۰۰۰) افغانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۹
Background image

بغلان؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

پنجشنبه، ٢٧ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٣٨ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS