کابل!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۹:۲
کابل!

د يخ ژمي په ترڅ کې؛ د افغاني سرې میاشتې له لورې، کابل ولایت نمایندګۍ کې ۴۵۰ بېوزله کورنیو سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لورې چمتو شوې، په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، او ۲ کیلو خرما شامل وو. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د افغاني سرې مياشتې لخوا پلاﺯمېنه کې ۲۰۰۰ بیوزله کورنیو سره ورته مرسته ترسره شوې.

 

کابل!

 

کابل!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۴:۴۹
Background image

زابل؛ د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې بهیر بشپړ شو

چهارشنبه، ۳۰ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په زابل ولایت کې د ولایتي مجامعو د نویو غړو د ټاکنې بهیر بشپړ شو.

د دغه بهیر په ترڅ کې د زابل ولایت له ۱۱ ولسوالیو او ۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

میدان وردګ؛ ۴۸ زده کوونکي د لنډمهاله زده کړو وروسته له ښوونیز مرکز څخه فارغ شول

چهارشنبه، ۳۰ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د میدان وردګ ولایت د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۴۸ تنه زده کوونکي د انګلیسي، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د پنځه میاشتنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۱۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او ناروې سره صلیب د روغتیايي او بشري خدمتونو د پیاوړتیا پر دوام ټینګار وکړ

چهارشنبه، ۳۰ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور د ناروې د پراختیایي همکاریو ادارې د بشري مرستو څانګې له مرستیالې هېرستي دالې، په افغانستان. . .

BACK TO NEWS