کابل!
د يخ ژمي په ترڅ کې؛ د افغاني سرې میاشتې له لورې، کابل ولایت نمایندګۍ کې ۵۰۰ بېوزله کورنیو سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. یاده مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ له لورې چمتو شوی وه. په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو وړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، او ۲ کیلو خرما شامل وو. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم په یاده نمایندګۍ کې ۱۳۹۰ بیوزله کورنیو سره ورته مرسته ترسره شوې.