نورستان او پنجشیر!
نن یکشنبه، د جمادي الثاني په ۸مه د افغاني سرې میاشتې ګرځند روغتیایې ټیم غړي د نورستان ولایت نورګرام او برګمټال ولسوالیو او پنجشیر ولایت پریان ولسوالۍ لرې پرتو سیمو کې، بیوزله هیوادوالو ته د روغتیایې چوپړونو د وړاندې کولو په موخه، یادو سیمو ته ښه سمبال وکوچېدل.
