کاپيسا، لغمان و لوگر
د وګړو له منځه د شوراګانو د غړو د ټاکلو په ترڅ کې، نن يکشنبه، د روان ۱۴۴۴ سپوږمیز کال دجمادي الاولی په ۱۷ مه، د ولايتي مجامع رياست لخوا دکاپيسا ولايت د مرکز په دريو ناحيو کې، درې درې تنه او دلغمان ولايت په عليشنګ ولسوالۍ کې، پنځه کسیزه شورا چې علمای کرام، مخور قومي مشران او لوستي ځوانان په کې شامل و، د شورا دغړو په توګه وټاکل، چې په راتلونکي کې به د افغاني سرې مياشتې په فعاليتونو کې فعاله ونډه ولري.