افغاني سرې میاشتې تخار ولایت کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته مرسته ووېشله!
د تېرو بشري مرستو پر دوام افغاني سرې میاشتې یو ځل بیا د ربیع الاول پر ۱۶مه د تخار ولایت په مرکز اړوند سيمو کې ۵۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو ۷ قلمه مرسته وويشله. چې هرې کورنۍ ته په کې ۵۰ کیلو اوړه، د بېلابېلو خوراکي توکو یوه بسته، ۱۰ کیلو وریژې، ۱۰ کیلو نخود، ۱۰ کیلو مکروني، ۳ کیلو مالګه، ۱۰ لیتره غوړي او یو کارتن خُرما شامل وو.
