کابل
نن د ربیع الاول پر ۱۳مه د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار د کمپنۍ سیمه کې ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو ۷ قلمه مرسته وویشل شوه.
ویشل شوې مرسته کې ټولټال ۵۰ ټنه اوړه، ۱۰۰۰۰ لیتره غوړي، ۱۰ ټنه وریژې، ۱۰ ټنه نخود، ۱۰ ټنه مکروني، ۶ ټنه خرما او دوه ټنه مالګه شامل وو.