افغاني سرې میاشتې د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وویشله!
تېره ورځ ناوخته یکشنبه د روان ۱۴۴۴ سپوږميﺯ کال د محرم الحرام په ۱۶مه، افغاني سرې میاشتې د ترکیې هیواد د (IHH) خیریه بنسټ له لورې چمتو شوي خوراکي توکي، د ارزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۳۰۰ بیوزله، سېلاب ځپلو او بې سرپرسته کورنیو ته په شفاف او منظم ډول وویشله، مرسته کې لاندې خوراکي توکي شامل دي:
۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو وريژي، ۱۰ کیلو مکروني، ۱۰ لیټره غوړي، یو کیلو مالګه او یو کارتن خُرما.
