دوحه کې د افغانستان د سفارت له لومړي سکرتر او سرپرست سفیر سره د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس لیدنه ترسره کړه!
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د افغانستان د سفارت له لومړي سکرتر ډاکتر محمد نعیم وردګ سره چې دا مهال سرپرست سفیر دی؛لیدنه وکړه.
په دغه ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس له ښاغلي ډاکتر محمد نعیم وردګ مننه وکړه، چې په سفارتی امورو کې د افغانانو خدمت کوي او د افغانانو په خدمت کې هلې ځلې کوي. په ناسته کې په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو مشورې او خبرې هم وشوې.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس له ښاغلي ډاکتر محمد نعیم وردګ مننه وکړه، چې د بشرپالو خدمتونو په موخه یې دوی ته له نړیوالو سره د لیدنو زمینه برابره کړې او مرسته کوونکي یې له افغانانو سره مرستو ته هڅولي. په ناسته کې په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې.